سه شنبه, ۲۸ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت یوازې یو واحد او منظم لښکر مني

(ژباړه)

خبر:

د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د دارفور الفاشر ښار د ښکاره جنایت پر ډګر بدل شو. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د وسله‌والو ځواکونو یوې برخې شاتګ وکړ او د چټک ملاتړ ځواکونو لښکرې ښار ته ننوتلې. په لنډ وخت کې له ښار څخه خپرو شوو انځورونو نړۍ ولړزوله او ویې ښوده چې هلته ټول‌وژنې، شکنجې او له قربانیانو سره سپک چلند روان دی. دا پېښه کومه استثنا نه وه؛ بلکې هغه لړۍ ده چې دغه ځواکونه یې له شاوخوا ۲۲ کلونو راهیسې تعقیبوي.

تبصره:

د الفاشر فاجعه نه لومړۍ پېښه ده او نه به وروستۍ وي؛ مګر دا چې د چټک ملاتړ په نوم د دغه خپرېدونکي سرطاني ځواک مخه ونیول شي. دغو ځواکونو له هغه وخت راهیسې چې په ۲۰۰۳م کال کې یې په دارفور کې د سوډان له پوځ سره وسله‌واله نښته پیل کړه، ټول‌وژنه د خپلو ثابتو تکتیکونو یوه برخه ګرځولې او تېری، بې‌کوره کول، منظمه شکنجه، لوټ او د کورونو سوځول یې هم د خپلو پوځي پلانونو برخه کړي دي. له همغه کال څخه تر نن پورې په دارفور کې سلګونه کلي په همدې طریقه وران شوي دي. په ۲۰۱۹م کال کې د عامې قوماندانۍ د پرلت پر مهال په خرطوم کې همدغو ځواکونو د اعتراض کوونکو په ځپلو کې برخه لرله او ګڼې فاجعې د دوی د افرادو لخوا ترسره شوې.

په ۲۰۲۳م کال په الجنینه ښار کې د ملګرو ملتونو راپورونو ویلي، چې له ۱۰زرو څخه تر ۱۵زرو پورې کسان وژل شوي دي. تر دې وروسته هم د خلکو په ذهنونو کې د خرطوم ښارونو، د الجزیره ایالت د کلیو او په پای کې د الفاشر ښار د جنایتونو او فاجعو صحنې لا ژوندۍ دي؛ هغه ښار چې تر اوسه د «چټک ملاتړ» ځواکونو له ویجاړیو او ناوړه چلندونو څخه کړېږي!

د چټک ملاتړ ځواک چې په پیل کې د پوځ د مرستې لپاره رامنځته شوی و، د وخت په تېرېدو سره د پوځ پر موازي او سیال ځواک بدل شو. دې تجربې ثابته کړه، چې د ملیشو قانوني کول د هغوی د کنټرول معنا نه لري؛ بلکې د هغوی د خپلواکۍ او پیاوړتیا لامل ګرځي. لکه څنګه چې د چټک ملاتړ ځواک یې یوه بېلګه ده، قانوني کول کولی شي چې دا ډول ډله پر هغې سرطاني غدې بدله کړي، چې وروسته یې نور دولتونه د خپلو پلانونو د پلي کولو لپاره وکاروي.

اوس هم د پوځ د مخلصو ځواکونو لپاره فرصت شته چې د مسلمانانو د خپلمنځي جګړې او د دې خاورې د پاشل کېدو مخه ونیسي. دا کار هغه مهال ممکن دی چې د سوډان ټوله خاوره په بشپړ ډول په لاس کې ونیول شي او د البرهان د کړنو مخه ونیول شي؛ هغه څوک چې هره ورځ نوې ملېشې جوړوي او ځینې یې ان د سوډان له پولو بهر روزل کېږي. سمه او شرعي لاره دا ده چې ټولې ملېشې، په ځانګړي ډول د چټک ملاتړ ځواک، منحل او بې‌وسلې شي او قوماندانان یې په عادلانه محکمو کې محاکمه شي. دا لازمه ده چې ټولې وسلوالې ډلې د پوځ په چوکاټ کې سره مدغم شي او خپل خپلواک بیرغونه ټیټ کړي، ترڅو یو متحد او منظم پوځ د اسلامي عقیدې پر بنسټ رامنځته شي.

د خلافت دولت اجازه نه ورکوي چې د پوځ له چوکاټ څخه بېرون دې کوم وسله‌وال ځواک شتون ولري او له بهر څخه دې د پوځ د کمزوري کولو او ټوټه کولو لپاره وکارول شي. دغه ډول دولت په پرېکنده توګه د ټولو هغو هڅو پر وړاندې درېږي، چې د خلکو او د هغوی د خاورې امنیت ته زیان اړوي.

لیکوال: ام اواب – ولایه سودان

۱۴۴۷هـ.ق د جمادی‌الاولی ۲۴مه

۲۰۲۵م د نومبر ۱۵مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې